
لوګر کې د حکومت او رسنیو ګډې کمېټې میاشتنۍ ناسته وشوه
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همغږۍ او د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست په کوربهتوب، د حکومت او رسنیو ګډې کمېټې میاشتنۍ ناسته جوړه شوه.
په دې ناسته کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي ثوابجان اسلامیار، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي استازي خان ولي احمدزي، د دولتي ادارو مسؤولینو، د رسنیو مسؤولینو او یو شمېر خبریالانو ګډون کړی و.
د ناستې پر مهال په لوګر کې د محلي رسنیو اقتصادي ستونزې، د دولتي اعلاناتو او خبرتیاوو نه ورکړه، امنیتي پېښو پر مهال اطلاعاتو ته د خبریالانو محدود لاسرسی او د چټک او ارزانه انټرنېټ نشتوالی د مهمو ستونزو په توګه مطرح شول.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس ژمنه وکړه چې له دې وروسته به دولتي او نادولتي ادارې له محلي رسنیو سره د اعلاناتو او خبرتیاوو په برخه کې همکاري کوي.
نوموړي همداراز وویل، چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې له لارې به رسنیو ته د چټک انټرنېټ زمینه په ۵۰ سلنه ټیټه بیه برابره شي او د امنیتي پېښو اړوند معلومات به د امنیه قوماندانۍ د ویاند له لارې له رسنیو سره پر وخت شریکېږي.
په پای کې د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حل او د حکومت او رسنیو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په اړه ګډ بحث وشو.



