
لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله درې ماشومانو خپل ژوند بایللی
د لوګر امنیه قوماندانۍ وایي، چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم اړوند د بابوس په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنکي ماشومان مړه شوي دي.
د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند، مولوي احمدالله انس، مهال راډيو ته وویل، چې پېښه نن، پنجشنبه، غرمه مهال د بابوس په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو «پریس» موټر د لوړ سرعت له امله له کنټروله ووت او چپه شو.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې درې تنکي ماشومان، چې د یوې کورنۍ غړي وو، د موټر د چپه کېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د لوګر امنیه قوماندانۍ وایي، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ټرافیکو مدیریت اړوند پولیس سیمې ته رسېدلي او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې لازم اقدامات ترسره کړي دي.
د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د پېښې لومړني معلومات ښيي چې لوړ سرعت د موټر د چپه کېدو له عواملو څخه و، خو د پېښې د نورو جزیاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د لوګر امنیه قوماندانۍ له موټر چلوونکو غوښتي، چې د موټر چلولو پر مهال د ترافیکي اصولو رعایت ته جدي پاملرنه وکړي او په ځانګړي ډول د سرعت کچه د سړک او سیمې له شرایطو سره سمه وساتي..



