افغانستان خبرونهکلتورلوګر

عزیزي: د لوګر د تاریخي او لرغونو سیمو ساتنه زموږ ګډ مسؤلیت دی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، مولوي عتیق الله عزیزي، لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ د کافرکوټ لرغونې سیمې څخه د یوه پلاوې په ملتیا لېدنه وکړه.

ښاغلي عزیزي وویل، د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې د تاریخي او لرغونو آثارو ساتنه د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

نوموړي زیاته کړه چې کافرکوټ د هېواد له مهمو او لرغونو سیمو څخه ده چې تاریخ یې پنځمې او شپږمې میلادي پېړۍ ته رسېږي.

د هغه په وینا، پخوا په دې سیمه کې غیرقانوني کیندنې ترسره شوې وې، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دغو ناقانونه فعالیتونو مخه نیول شوې ده.

بلخوا د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار وویل، کافرکوټ لرغونې سیمه د نظامي، استوګنیزو او مذهبي برخو لرونکې ده او تېر کال یې د لرغونپوهانو له لوري حدود مشخص شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپوهنې رئیس سید ذبیح الله سادات هم کافرکوټ د هېواد له ارزښتناکو تاریخي سیمو څخه وبلله او ویې ویل چې د دې سیمې په اړه څېړنې لا هم روانې دي.

د یادونې وړ ده چې په لوګر ولایت کې د مس عینک په ګډون له ۲۵۰ څخه زیاتې لرغونې او تاریخي سیمې شتون لري.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button