افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې له څه باندې ۱۰۰۰ راستانه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري، د نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ، د لوګر ولایت د محمدآغې، څرخ او خوښۍ ولسوالیو له ۱۰۵۰ راستنېدونکو کورنیو سره د ۱۱ میلیونه او ۱۳۰ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د لوګر رئیس مولوي میرهاشم حزب‌الله جوړو شویو مراسمو ته وویل، چې په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره او ۶۰۰ افغانۍ ورکړل شوې، څو د راستنېدونکو کورنیو اقتصادي ستونزې راکمې او له هغوی سره مرسته وشي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس شیخ شهاب‌الدین دلاور د مرستو د وېش پر مهال وویل، چې په تېرو لسیزو کې د بېلابېلو ستونزو له امله ګڼ شمېر افغانان کډوالۍ ته اړ شوي وو. د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې اته میلیونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دلاور زیاته کړه، چې راستنېدونکو کورنیو ته د ژوند، روغتیا، زده‌کړو او کاروبار په برخو کې د اسانتیاوو برابرول اړین دي.

بلخوا، د لوګر مرستیال والي شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین د راستنېدونکو کورنیو د ملاتړ په برخه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له هڅو مننه وکړه او ویې ویل، چې په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولایت کې پاتې راستنېدونکو کورنیو ته هم د استوګنې نمرې ځمکې ووېشل شي.

د مرستو له ترلاسه کولو وروسته، دوو راستنېدونکو کډوالو د افغاني سرې میاشتې ټولنې له ملاتړ څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې په خپل هېواد کې د ارام ژوند د برابرېدو له امله خوښ دي.

د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې شاوخوا ۸۰۰ هغه کورنۍ شاملې وې، چې په تېرو شپږو میاشتو کې هېواد ته راستنې شوې وې، او څه باندې ۲۰۰ نورې کورنۍ چې د تېر یوه کال په موده کې راستنې شوې وې، هم له دې مرستو برخمنې شوې دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button