افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې په ۲۰۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او سرې ووېشل شوې

 د لوګر ولایت سیمه ييز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو—برکي برک، خروار، محمدآغه او خوښۍ—کې په شاوخوا دوه زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه.

د دغه ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي شیرآقا پیرحبیب‌الرحمن جوړې شوې غونډې ته وویل،، دغه مرستې د قطري سرې میاشتې ټولنې له لوري د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت چمتو او ووېشل شوې.

هغه وویل، د هر بزګر لپاره په دې بسته کې ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره شامله ده.

په افغانستان کې د قطري سرې میاشتې د پروګرام همغږي کوونکي انجنیر زاهدالله مومند وویل، چې دغه بنسټ له کلونو راهیسې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د روغتیا او پوهنې په برخو کې فعالیتونه لري، او له دې وروسته به د کرنې په برخه کې هم ورته پروګرامونه پلي کړي.

بلخوا د  محمدآغې ولسوال قاري صبغت الله تقوا او د سیمې قومي مشر حاجي زلمي د قطر له مرستو مننه وکړه او د کرنې سکتور د لا پیاوړتیا لپاره یې د یخو خونو د جوړولو غوښتنه وکړه. هغوی ټینګار وکړ چې په یخو خونو سره به د کرنیزو محصولاتو د ساتنې ستونزې په ښکاره ډول راکمې شي.

د لوګر یوه بزګر کریم الله د اصلاح شوي تخمونو وېش د خپلو حاصلاتو د زیاتوالي لپاره حیاتي وباله او ژمنه یې وکړه چې تخمونه به د کرنې ریاست د لارښوونو سره سم وکري.

د یادونې وړ ده چې تېرې اونۍ هم د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې پر ۲۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او سرې وېشل شوې وې.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button