افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د ناپېژانده کسانو په برید کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي

د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم ښار پورې اړوند د حصارک په سیمه کې تېره شپه د نامعلومو وسله‌والو په برید کې د موسی په نوم د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي سلطان محمد سنګین مهال راډیو ته ویلي، په دې پېښه کې د کور مشر محمد موسی، د هغه مېرمن او دوه زامنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د پېښې په اړه د امنیتي ځواکونو له لوري ژورې پلټنې روانې دي.

بل‌خوا، د لوګر د والي ویاند مولوي میرویس ابدالي مهال راډیو ته ویلي، چې د یادې پېښې په تړاو درې مشکوک کسان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او په دې اړه لا هم جدي پلټنې دوام لري.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button