افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې مرستې ووېشل شوې

د لوګر افغانۍ سرې میاشتنې ټولنۍ ریاست مسؤولین وایي چې ددغه ولایت په مرکز پل علم او محمدآغۍ ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د ترکیې هېواد په مالي ملاتړ له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدې او غیر نغدې مرستې وشوې.

د لوګر سرې میاشتې رئیس مولوي میرهاشم حزب‌الله، وویل چې دې مرستو کې ټول ټال ۹ ډوله خوراکي توکي او یو قلم غیر خوراکي توکي شامل وو، چې مجموعي ارزښت یې له ۱.۲ میلیونو افغانیو څخه زیات دی.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو مرستو له ګټو ۲۰۰ کورنۍ د مرکز اړمن اوسېدونکي دي او ۱۰۰ نورې کورنۍ د محمدآغه ولسوالۍ پورې اړه لري.

په ورته وخت کې د سوېل ختیځ زون د سرې میاشتې رئیس، مولوي سید منهاج‌الدین هاشمي، د یادو مرستو د هدف په اړه وویل چې د دغو مرستو موخه د اړمنو لاسنیوی او د بېوزلۍ د کچې کمول دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، هڅه  کوي چې د افغانۍ سرې میاشتنې ټولنې او یو شمیر نړیوالو بنسټونو په همکارۍ له بې وزله کورنیو سره خپلې مرستې پراخې کړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button