
لوګر کې د برېښنا رسولو یوه پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه
د افغانستان برېښنا شرکت په مالي لګښت، د لوګر ولایت مرکز پلعلم ته اړوند د نیازیو پوزه سیمه کې د برېښنا رسونې د یوې مهمې پروژې چارې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې له مخې به یې شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ له وارداتي برېښنا څخه برخمنې شي.
د دغه ولایت برېښنا ریاست رئیس میر احمد ولي هاشمي جوړو شویو مراسمو ته وویل، پر یاده پروژه نږدې ۹ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې په کې د دوو پايه ټرانسفرمرونو نصبول هم شامل دي.
د هغه په وینا، د یادې پروژې چارې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي او ټول لګښت یې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري ورکړل شوی دی.
په ورته مهال، د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دینپرور د دغې پروژې پرانیستل د سیمې د اوسېدونکو لپاره مهم او ارزښتناک ګام وباله او له خلکو یې وغوښتل، چې د برېښنا له بېځایه مصرف څخه ډډه وکړي او د اسلامي امارت له روانو بنسټیزو او رغنیزو پروژو سره خپله همکاري ونه سپموي.
بل لور ته، د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې له پلي کېدو خوښي څرګنده کړه او دا یې د خپلو ورځنیو ستونزو د حل په برخه کې مهم پرمختګ وباله.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د لوګر ولایت په بېلابېلو سیمو کې زرګونه کورنۍ د ورته پروژو له لارې له برېښنا څخه برخمنې شوې دي.



