
لوګر کې د ښځو له لوري درې تولیدي شرکتونه پرانیستل شوي
د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې د ښځینه متشبثینو له لوري درې نوي تولیدي شرکتونه جوړ او په رسمي ډول یې فعالیت پیل کړی دی.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رئیس، مولوي شبیر احمد صدیقي واي، چې دغه شرکتونه د کورنیو خوړو د تولید، لاسي قالینبافۍ او زراعتي پروسس په برخو کې فعالیت کوي.
صدیقي زیاتوي، چې په یادو درې شرکتونو کې ټول ټال ۲۸ ښځې په بېلابېلو برخو کې په دندو بوختې دي؛ چې ۲۰ تنه د قالینبافۍ، ۴ تنه د کورنیو خوراکي موادو په تولید او ۴ تنه د وچو میوو په پروسس کې کار کوي.
د نوموړي په وینا، دا مهال په لوګر ولایت کې له ۴۰ زیات تولیدي شرکتونه او فابریکې په مختلفو سکتورونو کې فعالیت لري، چې په کې د PVC پایپ تولید، سبد جوړونه، ساختماني توکي، خوراکي مواد او معدني اوبه شامل دي.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست له ملي پانګوالو او متشبثینو غوښتنه کړې، چې د موجودو فرصتونو په ځانګړي ډول د دې ولایت د صنعتي پارکونو څخه پراخه ګټه پورته کړي.



