
لوګر کې په سلګونه اړمنو کورنیو مرستې ووېشل شوې
د لوګر ولایت سیمهییز چارواکي وایي، چې د دې ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري د مرکز پل علم په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو شاوخوا زر بېوزله او اړمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
د مرستو د وېش په مراسمو کې د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور وویل، که څه هم دغه مرستې د اړمنو کورنیو ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولای، خو د هغوی لپاره هیلهورکوونکې او ارزښتناکې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې مظلوم ولس ته خدمت د اسلامي او ملي ارزښتونو له مخې د حکومت اساسي دنده ده او موږ هڅه کوو، چې دغه دنده په ښه توګه ترسره کړو.
مرستیال والي د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ته سپارښتنه وکړه، چې د مرستو د وېش پر مهال تر ټولو مستحقو کسانو ته لومړیتوب ورکړل شي، او همدارنګه یې له شتمنو خلکو وغوښتل، چې د بېوزلو حقونو ته درناوی وکړي.
په ورته وخت کې د لوګر د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس قاري نورالله محمود وویل، چې یاد ریاست ژمن دی تر څو د اړتیا پر وخت له بېوزلو کورنیو سره مرسته وکړي او ډاډ یې ورکړ، چې مرستې به په بشپړ شفافیت سره مستحقو کسانو ته ووېشل شي.
د مسؤلینو په وینا، په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ کیلوګرامه بوره، نیم کیلو تور چای، یو کارتن صحي کیټ او د اوبو د تصفیې لپاره ځانګړي ټابلیټونه ورکړل شول.



