د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، نن یې د پلعلم ښار او خروار ولسوالۍ له شخصي روغتیايي مرکزونو، کتنځایونو او درملتونو د څارنې پرمهال خروار ولسوالۍ کې ۱۹ شخصي روغتیايي مرکزونه، کتنځایونه او درملتونونه د ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي.
د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست د مطبوعاتو مسوول فهیمالله لودین مهال راډیو ته وویل، نن د دغه ریاست د رییس په مشري په مرکز پلعلم ښار او خروار ولسوالۍ کې له یو شمېر شخصي روغتیايي مرکزونو، کتنځایونو او درملتونو څارنه وشوه.
هغه وویل، د دې څارنې په پایله کې په خروار ولسوالۍ کې ۱۹ شخصي روغتیايي مرکزونه، کتنځایونه او درملتونونه د ناقانونه فعالیت له امله وتړل شول.
د نوموړي په خبره، پلعلم ښار کې بیا د یو شمېر روغتيايي مرکزونو مسوولینو ته سپارښتنه وشوه چې خلکو ته معیاري خدمات وړاندي کړي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د دغه ولایت په برهکيبرک ولسوالۍ کې ۱۲ درملتونونه د ناقانونه فعالیت له امله تړل شوي وو.