افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې راستانه شویو کډوالو ته د سرپناه ځمکه وېشل کیږي

د لوګر ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې مسوولین وایي، هغه کډوالې کورنۍ چې په وروستیو کې له پاکستان او ایران هېوادونو څخه په زور ایستل شوې دي، تمه ده په نږدې ورځو کې ورته د مرکز پل‌علم اړوند د کډوالو په ښارګوټي کې استوګنیزې نمرې ووېشل شي.

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو آمریت د ادغام مجدد مدیر، عبدالهادي حقجو وايي، د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر دې دمه شاوخوا ۲۵۰۰ کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

 د هغه په وینا، ځینې یادې کورنۍ خپلو اصلي مېنو ته تللې، یو شمېر نورې په کرايي کورونو او یا هم د خپلو خپلوانو په کورونو کې مېشتې شوې دي.

ښاغلي حقجو زیاته کړه، چې یادو راستنو شويو کورنیو ته د بېلابېلو ادارو او مرستندویو بنسټونو له لوري اړینې بشري مرستې رسول شوې دي او د دوی په ګډون د تېرو کلونو راستانه شويو کورنیو لپاره به په نږدې راتلونکې کې د مرکز په کډوالو ښارګوټي کې د ۱۷ زره استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ پیل شي.

ورته مهال، له پاکستان څخه راستانه شويو کډوالو د اسلامي امارت او خپلو هېوادوالو له ملاتړ او همکاریو مننه وکړه او له اړوندو ادارو او مرستندویو موسسو یې وغوښتل، چې د کارموندنې فرصتونو برابرولو او د استوګنیزو نمرو د منظم وېش په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې تر اوسه لوګر ولایت ته نږدې ۷ زره کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران هېوادونو څخه راستنې شوې دي، چې ډېره برخه یې له پاکستان څخه راستانه شوې کورنۍ جوړوي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button