افغانستان خبرونه
اوتونبایوا د کورنیو چارو وزارت له مرستیال سره د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي
د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت لومړي مرستیال د یوناما له مشرې سره د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمدنبي عمري نن له غرمې مخکې د یوناما له مشرې رزا اوتونبایوا سره لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې، دغه لیدنه چې د کورنیو چارو وزارت د دفتر په مقام کې ترسره شوه او دواړو لوریو پر مختلفو موضوعاتو، په ځانګړي توګه د هېواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په یاده ناسته کې په افغانستان کې د لا ثبات او امنیت په موخه په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار شوی دی.