افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې په زرګونه معلولینو کلني حقونه وېشل شوي

لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤولین وایي چې ددغه ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې په شاوخوا ۵ زره او ۶ سوه معلولینو او د شهیدانو ورثه باندې کلني حقونه ووېشل شول.

د یاد ریاست رئيس مولوي مفتي باقي الله فضلي پل علم کې خبریالانو ته وویل، د لوګر ولایت په کچه په شاوخوا ۵۶۰۰ معلولینو او د شهیدانو ورثه باندې ۳۰۷ میلیونه افغانۍ کلني حقونه په شفافه توګه ووېشل شول.

هغه همدارنګه زیاته کړه، سږکال یې د لوګر ولایت په کچه ۵۵۰ تنه معلولین او د شهدانو ورثه کورنۍ هم ثبت او راجستر کړي دي.

نوموړي همدارنګه وویل، د کلنیو نقدي حقوقو تر څنګ، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بېلابېلو مؤسسو او خیریه بنسټونو په همکارۍ د خوراکي توکو، البسو، ویلچرو، قرطاسیو او نورو اړینو توکو مرستې هم د مستحقو کورنیو ترمنځ وېشلې دي.

د مفتي فضلي په وینا، مراجعینو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي او لسګونو هغو کسانو ته چې د تخنیکي یا اداري ستونزو له امله یې حقوق نه وو ترلاسه کړي، د طرزالعمل مطابق حقوق حواله شوي دي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست تر چتر لاندې ۷۷۷۲ تنه معلولین او د شهیدانو ورثه په منظم ډول کلني نقدي حقوق ترلاسه کوي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button