افغانستان خبرونه

ننګرهار کې د خونې چت لوېدو پېښه؛ یوه مور او د هغې شپږ ماشومان مړه شوي

د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله یوې مور او د هغې شپږو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او پلار ټپي شوی دی.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه تېره شپه د جلال‌اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند په غوچکو سیمه کې شوې ده.

سرچینه کاږي چې دغه کور د نهر پر غاړه دی، مخکې هم د اوبو له امله زیانمن شوی و او اوس نړېدلی دی.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې د یاد کور اتو غړو چې یوه مور او شپږ ماشومان دي، ژوند له لاسه ورکړی او پلار ټپي شوی دی.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button