اقتصادلوګر

لوګر کې د «چین-افغانستان» سوداګریز بازار جوړېږي

د چین «MCC» شرکت مسوولانو لوګر کې د یوې غونډې پرمهال ویلي چې د دغه ولایت محمداغې ولسوالي کې د «چین-افغانستان» ګډ سوداګریز بازار جوړوي.

د لوګر عینکو کان د چین اېم‌سي‌سي شرکت مسوول «سونګ» او ورسره مل پلاوي د لوګر والي او چارواکو سره د یاد بازار د جوړېدو په اړه لومړنی ناسته کړې.

نوموړي وویل، د چین «MCC» شرکت سرپرست حکومت سره په ګډه د محمداغې ولسوالي عینکو کان ته نږدې د غځېدلي سړک په مربوطاتو کې د «چین-افغانستان» ګډ سوداګریز بازار جوړوي.

هغه دغه‌راز وویل، په یاد بازار کې به سوداګریزه راکړه ورکړه کېږي او ګڼ‌شمېر وزګارو کسانو ته به په‌کې د کارکولو زمینه برابره شي.

همدارنګه د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني د چین له اېم‌سي‌سي شرکت مسوول او کارکوونکو وغوښتل چې ژر تر ژره د عینکو کان د مسو استخراج پیل کړي.

مدني همدارنګه زیاته کړه، افغانستان له کانونو ډک هېواد دی، خو که د دغه هېواد کانونه په قانونې بڼه راوېستل شي، لرې نه‌ده چې ټولنه کې به د وزګارتیا کچه راټېته او د خلکو اقتصاد به بډایه شي.

لوګر والي ټينګار وکړ چې افغانستان له چین سره ښې او دوستانه اړیکې لري او په دې هڅه کې دې چې په دغه ولایت کې د عینکو کان او بهرنیو کارکوونکو امنیت خوندي وساتي.

د مس عینک قرارداد د ۲۰۰۸ کال د اپرېل په ۲۵مه له چیني شرکت اېم‌سي‌سي سره د کانونو وزارت له‌خوا لاسلیک شو، خو تراوسه د مس استخراج عملي چارې نه‌دي پيل شوي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button