
افغانستان خبرونه
د افغانستان هوايي ځواکونو په پاکستان کې پر نظامي هدفونو بریدونه کړي
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد هوايي ځواکونو نن غرمه شاخوا یوولس بجې د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد کې فیضاباد ښار ته نږدې پر پوځي کمپ، په نوښار کې د پوځ پر کینټ، پر جمرود پوځي کالونۍ او ایبټاباد کې هوايي بریدونه کړي.
سرچینه زیاتوي: «دغه هوايي عملیات په موفقانه توګه ترسره شول چې هلته یې د پاکستان فوج مهم نظامي ځایونه، مراکز او تأسیسات په نښه کړل.»
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلأي چې دغه بریدونه د پاکستان نظامي حلقې د هغو هوايي تجاوزونو په غبرګون کې ترسره شول چې تېره شپه یې په کابل، کندهار او پکتیا کې ترسره کړل.



