
لوګر کې د ۱۲ ولایتونو په کچه رزمي سیالۍ ترسره شوې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسؤلین وایي چې د دغه ولایت په کوربتوب د هېواد د ۱۲ ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سلف ډیفنس د رزمي ورزش سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمر، انجنیر مزمل نعیمزي، مهال راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو تر څنګ د پکتیا، خوست، پکتیکا، کابل، ننګرهار، کونړ، میدان وردګ، غزني، فراه، پنجشېر او بلخ ولایتونو شاوخوا ۱۵۰ جوړو ورزشکارانو ګډون کړی و.
د هغه په وینا، سیالۍ د بېلابېلو عمرونو او وزنونو په کټګوریو کې د نونهالانو، نوځوانانو، ځوانانو او لویانو ترمنځ ترسره شوې.
نعیمزي زیاته کړه چې د دغو سیالیو د جوړولو موخه د سلف ډیفنس یا ځانساتنې ورزش وده او پراختیا، او همدارنګه د سالمو ورزشي فعالیتونو پر لور د ځوانانو هڅول دي.
د یادو سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه هم ورکړل شول.



