افغانستان خبرونهزده کړېلوګر

لوګر کې ۳۰ زره نوي زده کوونکي ښوونځيو ته جذبېږي

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وایي، په مرکز پل علم او د دې ولایت په ولسوالیو کې ښوونځيو ته د نویو زده کوونکو د شاملېدو لړۍ له نن ورځې پیل شوې ده، چې له مخې به یې ۳۰ زره نوي زده کوونکي جذب شي.

د یاد ریاست ویاند شاه پور عرب مهال راډیو ته وویل، د ۱۴۰۵ ښوونیز کال لپاره د نجونو او هلکانو د نوم‌لیکنې بهیر رسماً پیل شوی او ټاکل شوې دا لړۍ په یوې میاشتې کې بشپړه شي.

د نوموړي په وینا، په دې شمېر کې به زرګونه نجونې هم شاملې وي.

عرب د لوګر له اوسېدونکو، په ځانګړي ډول له پلرونو وغوښتل، هغه ماشومان چې اووه کلنۍ ته رسېدلي دي، د خپلو اړوندو سیمو په ښوونځیو کې شامل کړي، څو له زده‌کړو برخمن شي.

بل لور ته، د لوګر یو شمېر اوسېدونکي د نوم‌لیکنې د بهیر له پیل هرکلی کوي، خو ټینګار کوي چې زده کوونکو ته دې د لیک لوست مناسب، منظم او معیاري چاپېریال او لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

لوګر ولایت چې د هېواد پلازمېنې کابل ته څېرمه پروت دی، دا مهال په ۲۹۰ بابه ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو کې د نجونو او هلکانو په ګډون زرګونه زده کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button