
لوګر کې ۳۰۰ ځوانانو ته د حریفوي زده کړو زمینه برابره شوه
د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د ډاکار موسسې په مالي ملاتړ د مرکز پلعلم او برکيبرک ولسوالۍ په ګډون په شپږو بېلابېلو برخو کې شاوخوا درې سوه ځوانانو ته د اوو میاشتو لپاره د حرفوي او مسلکي زده کړو پروګرام پیل شو.
د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس، مولوي محمد حنیف انس جوړو شویو مراسمو ته وویل، چې دغه روزنیز پروګرام د یاد ریاست په همغږۍ پيل شوی او په ترڅ کې به یې ځوانانو ته د نلدوانۍ، برېښنا، د موبایل ترمیم، کمپیوټر زده کړو، برقي موټرو او سولر سیسټم د ترمیم په برخو کې مسلکي زده کړې ورکړل شي.
د نوموړي په وینا، په مرکز پلعلم کې د نلدوانۍ، برېښنا او موبایل ترمیم روزنې ترسره کېږي، او په برکيبرک ولسوالۍ، د پلعلم ښار اړوند هوني سفلي او تخت شاه سیمو کې د ډاکار موسسې په مالي ملاتړ د کمپیوټر زده کړو او د برقي موټرو او سولر سیسټم د ترمیم روزنیز پروګرامونه پلي کېږي.
هغه زیاته کړه، چې ګډونوالو ته به د روزنې تر بشپړېدو وروسته د فراغت سندونه ورکړل شي او سربېره پر دې به د لارې کرایه هم ورکړل شي، ترڅو د زده کړو له بشپړېدو سره سم د اړوندو حرفو د وسایلو بستې هم ترلاسه کړي.
په همدې حال کې د لوګر مرستیال والي، مولوي محمد انور دینپرور وویل، چې هېواد اوس تر هر وخت ډېر هغو ځوانانو ته اړتیا لري چې په حرفوي او مسلکي مهارتونو سمبال وي. د هغه په وینا، د هېواد رغونه او پرمختګ تر ډېره د همدغو مسلکي ځوانانو پر مټ ترسره کېدای شي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د حرفوي زده کړو د پراختیا په برخه کې جدي هڅې کوي او په دې برخه کې نور مهم پروګرامونه هم تر کار لاندې لري.
بل لور ته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مسوول، مولوي عبدالله زلمی وایي، چې دا ډول روزنیز پروګرامونه کولی شي د ډېرو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي او د بېکارۍ د کچې په کمېدو کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د لوګر د کار او ټولنیزو چارو ریاست تر چتر لاندې سلګونه ځوانان له بېلابېلو حرفوي او مسلکي زده کړو فارغ شوي او ټولنې ته د کار لپاره چمتو شوي دي.



