افغانستان خبرونهزده کړېلوګر

لوړو زده کړو وزیر: د یو شمېر پوهنتونونو جوازونه لغوه شوي

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم لوګر ته د سفر پرمهال د لوګر پوهنتون کې له مسوولانو، علماوو، استادانو او محصلانو سره لیدلي.

هغه د لوړو زده‌کړو په برخه کې د شویو اصلاحاتو یادونه وکړه او وې ویل، د اسلامي امارت د رهبرۍ په ملاتړ د خیالي محصلانو ستونزه له منځه وړل شوې او د هغو پوهنتونونو جوازونه لغوه شوي چې یوازې یې د سوداګریز هدف لپاره فعالیت کاوه.

نوموړي محصلان د علمي بنسټونو استازي وبلل او زیاته کړه، باید داسې چلند وکړي چې خلک ترې ښه بېلګه واخلي.

اخوا د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي د ځوان نسل پر معنوي روزنې ټینګار وکړ او ویې ویل، پوهنتون او مدرسه اوس د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره په یوه مسیر کې روان دي.

نوموړي د لوګر د خلکو غوښتنې هم مطرح کړې او د دغه ولایت د اړتیاوو په پام کې نیولو سره یې په لوګر پوهنتون کې د طبي څانګو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د لوګر پوهنتون رئیس مفتي ضیاءالاحمد صارم د پوهنتون د اوسني وضعیت په اړه مفصل راپور وړاندې کړ او د علمي کیفیت د لوړولو او بنسټیزو اسانتیاوو د پیاوړتیا لپاره یې د پوهنتون ستونزې او وړاندیزونه د لوړو زده‌کړو وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

د مالوماتو له مخې، د لوړو زده‌کړو وزیر د خپل سفر پر مهال د لوګر پوهنتون له بېلابېلو برخو او روانو پروژو هم لیدنه وکړه، د محصلینو غوښتنې او ستونزې یې واورېدې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button