افغانستان خبرونهکلتورلوګر

لوګر کې د لوی اختر پر مهال څه باندې ۱۲ زره سیلانیانو له تاریخي او تفریحي سیمو لیدنه کړې

 د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې د لوی اختر په ورځو کې له ۱۲ زرو څخه ډېرو کورنیو سیلانیانو د دغه ولایت له تفریحي سیمو او طبیعي جاذبو څخه لیدنه کړې ده.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، مولوي ثواب‌جان اسلامیار، په پل‌علم ښار کې خبریالانو ته وویل چې د لوی اختر په ورځو کې شاوخوا ۱۲ زره او ۵۰۰ کورنیو سیلانیانو د مولانا صاحب درې، آبتک، آب‌پران، سرخاب، سجاوند، دوبندي، التمور، اسپیست، د ازرې ځنګلونو، د میرعبدال بابا تفریحي سیمې او د ولایت له یو شمېر نورو ښکلو او تفریحي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.

د نوموړي په وینا، ډېری دغه سیلانیان د ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکي وو، چې د اختر د رخصتیو د تېرولو او د لوګر له ښکلي طبیعت او معتدلې هوا څخه د خوند اخیستنې لپاره دغه ولایت ته ورغلي وو.

بلخوا، د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر، محمدګل تسل، وایي چې لوګر د خپلو طبیعي جاذبو او تاریخي سیمو له امله په وروستیو کلونو کې د کورنیو سیلانیانو د پام وړ ګرځېدلی دی.

هغه زیاته کړه، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي چې د لا ډېرو اسانتیاوو او خدمتونو په برابرولو سره د سیلانیانو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې د لوګر د تفریحي او تاریخي سیمو د لیدنې لپاره د کورنیو سیلانیانو لېوالتیا د پام وړ زیاته شوې ده.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button