
لوګر کې د خوارځواکۍ د کمولو لپاره د څه باندې ۳۶۸ زره ډالرو هوکړهلیک لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت په لوګر ولایت کې د ماشومانو د ودې ټیټوالي (لنډ قدۍ) او د خوارځواکۍ د نورو ډولونو د کمولو په موخه د افغان ځوانانو د خدماتو له سازمان (AYSO) سره د ۳۶۸ زره او ۸۷۰ امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه هوکړهلیک د درېیو کلونو لپاره لاسلیک شوی او موخه یې په لوګر ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول، دغو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیاتول او د روغتیايي ستونزو کمول دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د ۱۳ روغتیايي مرکزونو او ۵۰ روغتیايي آشیانو له لارې ۱۱ زره او ۹۱۶ تنه د روغتیايي او تغذیې خدمتونو څخه برخمن شي.
همدارنګه، د دې پروژې په چوکاټ کې به ۱۰۸ کسانو ته د روغتیا په برخه کې د کار زمینه هم برابره شي.
بلخوا، د افغان ځوانانو د خدماتو سازمان (AYSO) استازو ژمنه کړې، چې یاده پروژه به د راتلونکو درېیو کلونو په موده کې د ټاکل شویو معیارونو سره سم پلې کړي او د لوګر د اوسېدونکو روغتیايي اړتیاوو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
د عامې روغتیا وزارت هیله څرګنده کړې، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به په لوګر ولایت کې د خوارځواکۍ کچه راټیټه او د مور او ماشوم د روغتیا وضعیت به لا ښه شي.



