افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې په پنځو ترافیکي پېښو کې دوه تنه مړه او اووه نور ټپیان شوي

د لوګر ولایت په بېلابېلو سیمو کې د پنځو ترافیکي پېښو له امله دوه تنه مړه او اووه نور ټپیان شوي دي، چې په وژل شویو کې د خوست پخوانی والي ویاند، خبریال او فرهنګي فعال طالب منګل هم شامل دی.

د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند، مولوي احمدالله انس، مهال راډیو ته وویل، دغه پېښې پرون د لوګر پر عمومي لویه لار د التمور، ګمبزو، الیاس‌خان کلا، ګردیزیانو کلي او د محمدآغې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې رامنځته شوې دي.

د نوموړي په وینا، په دغو پېښو کې دوه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

انس د دغو پېښو اصلي لاملونه د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د ترافیکي اصولو نه مراعاتول او لوړ سرعت بللي دي.

د لوګر امنیه قوماندانۍ له موټرچلوونکو غوښتي چې د سفر پر مهال ترافیکي اصول مراعات کړي، له لوړ سرعت او بې‌احتیاطۍ ډډه وکړي او د خپل ځان او نورو هېوادوالو ژوند خوندي وساتي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button