افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د لومړي ځل لپاره د اوبو مدیریت په اړه علمي او څېړنیز کنفرانس جوړ شو

لوګر ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې له لوري د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د اوبو مدیریت په اړه یو ورځینی علمي او څیړنیز کنفرانس جوړ شو.

په دغه کنفرانس کې د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو په ګډون د پوهنتون استادانو د چین ام سي سي شرکت کارکوونکو او د اوبو برخې یو شمیر څيړونکو ګډون کړی وو.

جوړې شوې غونډې ته د لوګر ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس سید ضیاءالحمد صارم وویل، دغه کنفرانس جوړیدو څخه موخه لوګر ولایت کې د اوبو هر اړخیز مدیریت او همدارنګه د اوبو ارزښت او شته ننګونو په اړه علمي او تخنیکي بحثونه کول او شته ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې وړاندې کول دي.

صارم وویل، هیواد کې له اوبو څخه ناوړه ګټه اخېستنه به په هیواد کې لوی ناروین رامنځته کړي او اړتیا ده چې اړوند ادارې په دې اړه ژر تر ژره لاس په کار شي.

لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور وویل، افغانستان د اوبو له اړه یو غني هیواد ده او که چیرې د هیواد دننه اوبو سمې مدیریت شي افغانستان کې به د اوبو کمښت ستونزه په بشپړه توګه هواره شي.

بلخوا جوړ شوې علمي او څیړنیز کنفرانس کې د پوهنتون یو شمیر استادانو، څيړونکو او د چین ام سي سي شرکت کارکوونکو د اوبو مدیریت، ارزښت او په هیواد کې د ناسمې کارونې په اړه خپلې علمي او څیړنیزې لېکنې او تجربې شریکې کړي.

ګډونوالو همدارنګه ټینګار وکړ چې حکومت باید د اوبو مدیریت لپاره عملي ګامونه واخلي او  هیواد کې تر ځمکې لاندې اوبو له ناسمې کارونې په بشپړه توګه مخنیوی وکړي.

هیره دې نه وي چې دغه علمي او څيړنیز کنفرانس د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې له لوري او د چین هیواد اړوند ام سي سي چینایي شرکت په مالي ملاتړ جوړ شوی و.

 

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button