
لوګر کې د اوو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې
د لوګر د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کوربهتوب د اوو ولایتونو د ۱۸۰ غوره ورزشکارانو ترمنځ د ووشو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیمزي مهال راډیو ته وویل چې د دغه ولایت په کوربهتوب او د ووشو له فدراسیون سره په همغږۍ د کابل، ننګرهار، لغمان، میدانوردګو، خوست او پکتیا ولایتونو د ۱۸۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د ووشو ورزش یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
نعیمزي زیاته کړه، یادې سیالۍ په درېیو سني کټګوریو (کمعمره، نوي ځوانان او ځوانان) کې ترسره شوې.
د هغه په خبره: «په یادو سیالیو کې لوګر لومړی، کابل دويم او خوست درېیم مقامونه خپل کړل.»
نعیمزي وویل چې دغه سیالۍ ووشو ورزش ته د ودې ورکولو، د ولایتونو په کچه د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکولو او د غوره لوبغاړو غوراوي په موخه ترسره شوې.
بلخوا، د یادو سیالیو ګډونوال هم خوښ دي چې د لوګر په کوربهتوب د ۷ ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې، خو ټینګار کوي چې د المپیک ملي کمېټه دې په دغه ولایت کې ورزشکارانو ته د ورزش اسانتیاوې لا پراخې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم د لوګر ولایت په کچه د سل غوره لوبغاړو ترمنځ د سوکوهنې سیالۍ جوړې شوې وې.