افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د «اتحاد چرخ» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په چرخ ولسوالۍ کې د ولایت په کچه د ۱۸ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې دي.

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر، انجنیر مزمل نعیم‌زي، مهال راډیو ته وویل چې یادې سیالۍ د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت په نوښت او د فوټسال فدراسیون په تخنیکي همکارۍ د درېیو پړاوونو په توګه ترسره شوې.

نوموړي زیاته کړه، د ټورنمنټ موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول او د دوی ظرفیت لوړول دي.

ده وویل، په پایلوبه کې د «پیروزي لوګر» او «اتحاد چرخ» لوبډلې یو بل سره مخامخ شوې او د اتحاد چرخ لوبډلې د لوړې پایلې په ترلاسه کولو سره وتوانېدل چې د سیالیو اتلولي خپله کړي.

د سیالیو په وروستیو شېبو کې د لوګر ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د لومړي مقام ګټونکي اتحاد چرخ او د دوهم مقام ګټونکي پیروزي لوګر لوبډلو ته مدالونه، ستاینلیکونه، اتلولۍ کپونه او ورزشي توپونه ورکړل شول.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button