افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې شپږ موټر پلورنځي تړل شوي

د عدليي وزارت مسؤولین وایي چې تازه یې د لوګر ولایت له ولایتي ادارې سره په همغږۍ په دغه ولایت کې له شته لسګونه موټر پلورنځيو څخه څارنه ترسره کړې ده.

د عدليي وزارت له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دې څارنې له مخې شپږ موټر پلورنځي د غیرې قانوني فعالیت له امله تړل شوې دي.

د ورکړل شویو مالوماتو له مخې یاد موټر پلورنځیو قانوني جوازونه نه درلودل، نو ځکه د عدليي وزارت له لوري تړل شوې دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button