افغانستان خبرونهلوګر

د لوګر امنیه قومنداني: هټیوال دې د پټاقیو له پلور ډډه وکړي

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د خوښیو مراسمو کې په هر ډول ډزو بندیز لګېدلی او هټيوال نه‌شي کولای چې پر خلکو فشنګونه او پټاقۍ وپلوري.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس مهال راډيو ته وویل چې د امنیه قومنداني پولیسو د پل‌علم ښار له ګڼ‌شمېر هټیو چاودېدونکي توکي او پټاقۍ چې خلک ورڅخه د خوښیو مراسمو کې کار اخلي، راتولې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې په ټول لوګر کې د خوښیو مراسمو کې د پټاقیو او چاودېدونکو توکو په کارونې کلک بندیز لګېدلی او که څوک سرغړونه وکړي، امنیتي ځواکونه به یې ونیسي.

انس زیاتوي چې د ډېری سیمو کې خلکو دوې ته شکایت کړی چې د شپې پرمهال د خوښۍ مراسمو کې له هوایي پټاقیو کار اخلي چې دغې چارې د شپې پرمهال خلکو ته اندېښنې راپیدا کړي دي.

د لوګر اوسېدونکي هم د امنیه قومنداني له لوري د پورته شوې ګام هرکلی او ملاتړ کوي، خو ټینګار کوي چې یاده پرېکړه دې په ټولو هېوادوالو یو ډول عملي شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button