افغانستان خبرونهاقتصادتازه خبرونهټولنهروغتیازده کړېساینس او ټېکنالوژيسپورټسیاستمرکې او راپورونهنړۍ

په لوګر ولایت کې بزګرانو د قطره ‌يي اوبولګولو سیسټم ته مخه کړې

د لوګر ولایت کروندګرو د اوبو د مؤثرې کارونې، د کرنیزو چارو د اسانتیا، او د حاصل د لوړوالي په موخه د قطره ‌يي اوبولګولو عصري سیسټم کارول پیل کړي دي.
د لوګر مرکز پل علم ته څېرمه د بابوس سیمې یو شمېر بزګران باختر اطلاعاتي اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د اوبولګول قطره يي دغه سیسټم نه یوازې د اوبو سپما ته لاره هواروي، بلکې کرنیز کارونه یې هم اسانه کړي او حاصلات یې ښه کړي دي.

هغوی له اړوندو ادارو غواړي، چې د سړو خونو جوړېدو او د حاصلاتو د بازار موندنې برخو ته هم پاملرنه وشي.
د لوګر د کرنیزې اتحادیې مشر عید محمد روحاني بیا وویل چې د قطره‌ يي سیسټم د پخواني غرقاوي میتود پر پرتله د اوبو سپما، د زحمت کمښت او د کروندګرو لپاره د کار د آسانتیا مهمې ګټې لري.
د ده په وینا، یو بزګر کولی شي چې د یاد سیسټم له لارې په یوه ورځ کې تر ۲۰ جریبه پورې ځمکه خړوبه کړي.
همداراز، د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عوایدو د تنظیم آمر قاري عبدالبصیر همراز وايي چې دا سیسټم اوس په لوګر کې په پراخه توګه رواج شوی او د نباتاتو رېښو ته د مستقیمو اوبو رسولو له لارې د اوبو ضایع کېدل تر ۸۰ سلنې پورې راکموي.
نوموړي زیاته کړه، چې قطره‌ يي سیسټم د نباتي ناروغیو د مخنیوي ترڅنګ د حاصل کیفیت هم لوړوي او دا میتود باید د ټولو بزګرانو له لوري وکارول شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button