افغانستان خبرونهروغتیالوګر

لوګر کې د نائب امین‌الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون کې د ای سي یو څانګه فعاله شوې

د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د نائب امین‌الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د جدي او بیړنیو ناروغانو د درملنې لپاره د ای سي یو (ICU) څانګه فعاله شوې ده.

د یاد روغتون د مسؤولینو په وینا، دغه څانګه د عامې روغتیا وزارت له لوري د سوېل ختیځ زون په کچه د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د بیړنیو ناروغانو د درملنې لپاره فعاله شوې ده.

د نائب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون رئيس ډاکټر فیصل احمد فنا مهال راډيو ته وویل، د ای سي یو څانګه لس بستره لري، د شپږو متخصصو ډاکټرانو له لوري پکې د جدي ناروغانو څارنه او درملنه کېږي او په پرمختللو طبي وسایلو سمبال ده.

نوموړي زیاته کړه، دغه روغتون اوس مهال د سوېل ختیځ زون په کچه د داخله، جراحي، ماشومانو، نسایي ولادي، ای سي یو، امبولانس، وینې بانک او نورو برخو کې ۲۴ ساعته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د ای سي یو څانګې متخصص ډاکټر عبدالواث وحدت وویل، په دې څانګه کې د زړه حملې، مغزي سکتې، د تنفسي سیستم ناروغۍ او نورو جدي روغتیايي ستونزو لرونکي ناروغان تر ځانګړې څارنې او درملنې لاندې نیول کېږي.

نوموړي د ای سي یو د څانګې فعالېدل د لوګر او د سوېل ختیځ زون د اوسېدونکو لپاره مهم پرمختګ وباله او ویې ویل چې دغه خدمات به د جدي ناروغانو د درملنې په برخه کې د هغوی ستونزې راکمې کړي.

د لوګر یو شمېر اوسېدونکي او ناروغان هم د یادې څانګې له فعالېدو خوښي څرګندوي او وایي، د لومړي ځل لپاره په دغه ولایت کې د جدي او بیړنیو ناروغانو لپاره د ای سي یو لس بستره ځانګړي خدمات وړاندې کېږي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button