
لوګر کې د دوه کورنیو ترمنځ لس کلنه دوښمنۍ هواره شوه
د لوګر ولایت امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسؤولین وایي چې د یاد ریاست محتسبینو له لوري په خوښۍ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۰ کلنه دښمنۍ هواره شوه.
د دغه ولایت د امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست ویاند مولوي اکرام الله عزیر مهال راډیو ته وویل،« په خوښۍ ولسوالۍ کې د دوه کورنیو ترمنځ چې د تېرو لسو کلنو را پدېخوا دوښمني وه او یوه ښځه هم په قتل رسېدلې وه ، د یادې ادارې محتسبینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړيتوب او هلو ځلو د دواړو کورنیو ترمنځ جګړه او دوښمنۍ هواره شوه او یوې او بلې ډلې یوه او بل ته بښنه وکړه.»
بلخوا د پخلا شویو کورنیو غړیو پر دغه کار خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې له دې وروسته به د دښمنۍ پر ځای دوستي پالي.
د یادونې وړ ده، چې تر وړاندې هم د لوګر امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست محتسبینو له لوري په مرکز پل علم کې د ستانکزیو قوم اړوند د دوه کورنیو ترمنځ ورته ۱۶ کلنه دښمني هواره کړې وه.