افغانستان خبرونه

هرات کې مرګونې ترافیکي پېښه؛ څه باندې ۷۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

سیمه‌ییز مسوولین وايي چې تېره شپه د هرات پر حلقوي سړک د یوی ترافیکي پېښې له امله ۷۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت د مقام ویاند مفتي محمدیوسف سعیدي وویل چې تېره شپه یو «۵۸۰» ډوله مسافروړونکی موټر چې د اسلام‌کلا له بندره کابل ته روان و، پر حلقوي سړک له یوه موټرسایکل او  یوه مازدا ډوله باروړونکي موټر سره لګېدلی او وروسته یې او اخیستی دی.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې د ښځو، ماشومانو، لویانو او د ۵۸۰ موټر، موټرسایکل او مازدا موټر د چلوونکو په ګډون ۷۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د ملي دفاع وزارت او ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو په همکارۍ د یادي پېښې مړي د دغه قول‌اردو سړې خونې ته لېږدول شوي او د تدفین او کابل ته یې د لېږد چمتووالی هم نیول شوی دی.

سعیدي څرګنده کړه چې د هرات سیمه‌ییزه اداره د قربانیانو له کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ په څرګندولو سره اعلان کوي چې د ژغورنې ټیمونه او روغتیايي کارکوونکي پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د هرات روغتونونو ته لېږدولي دي.

د هرات سیمه‌ییزې ادارې له ټولو موټرچلوونکو غوښتي چې د موټرچلولو پر مهال له احتیاطه کار واخلي او ترافیکي اصول په جدي توګه مراعات کړي څو د دغه ډول غمجنو پېښو مخنیوی وشي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button