افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې ۶۰۰ کیلو ګرامه نشه‌يي توکي نیول شوي

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو د یوه ځانګړي راپور له مخې، په ازرې ولسوالي کې شاوخوا ۶۰۰ کیلوګرامه نشه‌یي توکي نیولي دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس مهال راډيو ته وویل، دغه نشه‌يي توکي چې ډېری برخه یې چرس دي د ازرې ولسوالي په «خړې تېږې» سیمه کې نیول شوې دي.

ده زیاته کړه چې د یادو نشه‌يي توکو د قاچاق او راکړې په ورکړې په تور یو کس هم نیول شوی دی.

انس زیاتوي د لوګر امنیه قومنداني له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت له لوري د مرکز پل‌علم په روسي میدان او په ازره ولسوالي کې په لسګونه جریبه ځمکه کرل شوې نشه‌یي توکي هم له‌منځه وړل شوي دي.

هېره دې نه‌وي چې تېره ورځ هم د لوګر په مرکز پل‌علم ښار کې نشه‌يي توکي او نظامي وسایل نیول شوې دي.

 

 

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button