افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د غلا په تور نهه کسان نیول شوي

د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د غلو یوه نهه‌کسیزه ډله نیولې شوې ده.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس مهال راډیو ته وویل چې د غلو دغه ډله د محمداغې ولسوالۍ په «دهنو» کلي کې د امنیتي ځواکونو له خوا هغه مهال نیول شوې چې د عاشق‌الله په نوم د یوه کس کور ته د غلا لپاره ورغلي وو.
هغه زیاته کړه، له نیول شوو غلو یو شمېر وسلې او د غلا شوي ځیني وسایل هم ترلاسه شوي دي.
انس زیاتوي، نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی چې ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button