افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې راستانه شویو کډوالو ته په دوه زره جریبه ځمکه کې دوېم ښارګوټی جوړیږي

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي مطیع‌الله «زاهد» مهال راډيو ته وويل، چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم اړوند د «اشنفور» په سیمه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره د دویم ښارګوټي د جوړېدو په موخه د ځمکې ټاکنه او کرو کي سروې ترسره شوه.

د نوموړي په وینا، د یاد ریاست د تخنیکي او انجینري ټیم له لوري څه باندې ۲ زره جریبه ځمکه د راستانه شویو کډوالو لپاره د  دویم ښارګوټی د جوړیدو لپاره ترسره شوه چې ډیر ژر به ورکې تازه راستانه شویو کډوالو ته د سرپناه ځمکه ووېشل شي.

د لوګر د کور او ښار جوړولو رئیس ټینګار وکړ، چې د دې ښارګوټي په جوړېدو سره به د اشنفور په سیمه کې سلګونو کډوالو او بېرته راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي سرپناه اسانتیاوې برابرې شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button