
د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډې په اوومې ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل تېره شپه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا لومړی ځل دی چې امير خان متقي مسکو فارمټ غونډه کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.
نوموړي زیاته کړې، متقي به په دې ناسته کې د افغانستان او سيمې د اړيکو د پراختيا په موخه د غړو هېوادونو تر منځ خپل موقف څرګند کړي.
ټاکل شوې د مسکو فارمټ مشورتي غونډه نن سېشنبې د اکټوبر پر ۷مه نېټه پیل شي چې د افغانستان، هند، ايران، قزاقستان، چين، قرغزستان، پاکستان، روسيې، تاجکستان، ترکمنستان او اوزبیکستا ځانګړي استازي او لوړ پوړي چارواکي به په کې ګډون وکړي.



