افغانستان خبرونه

مجاهد: د ا.ا ځواکونو په ځوابي بر ید کې د پاکستان ګڼ شمېر نظامیان وژلي دي

د اسلامي امارت ویاند وایي، چهارشنبې سهار پاکستان بیا پر سپین‌بولدک برید وکړ او د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې د پاکستان ګڼ شمېر نظامیان وژل شوي او پوستې او مرکزونه یې له وسلو او ټانکونو سره نیول شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «متأسفانه چې نن سهار وختي یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې په افغانستان باندې د سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړل چې له امله یې تر ۱۲ تنو ملکي هېوادوال شهیدان او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.»

هغه لیکلي چې وروسته افغان ځواکونه هم ځوابي برید ته اړ شول.

مجاهد زیاتوي: «په نتیجه کې یې ګڼ شمیر پاکستاني متجاوز نظامیان وژل شوي، پوستې او مرکزونه یې نیول شوي، وسلې او ټانګونه ترې لاسته شوي دي او اکثره نظامي تأسیسات یې هم له منځه وړل شوي دي.»

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button