افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د « اسلام په تاریخ کې د عامه کتابتونونو او مطالعې ارزښت» په تړاو علمي سیمینار جوړ شو

 د لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤولین وايي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونو ریاست سره په ګډه همکارۍ د «اسلام په تاریخ کې د عامه کتابتونونو او مطالعې ارزښت» په تړاو یو ورځینی علمي سیمنار جوړ کړ.

جوړ شوي سیمینار ته د لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي فیض الله جوهري وویل، دا علمي سیمینار یې ټولنه کې د مطالعې او کتابتونو د ارزښت او پراختیا لپاره جوړ کړی دی.

جوهري وویل، د لوګر ولایت ځوانانو لپاره په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د مطالعې لپاره ځانګړي کتابتونونه پرانېستل شوي دي او ځوانان کولای شي چې په اسانۍ سره مطالعه وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عام کتابتون رئیس رفیع الله صمیم د یاد سیمینار پرمهال وویل؛ « د اسلام دین او تاریخ په رڼا کې علم، کتاب، مطالعه  ځانګړی ځای او ارزښت لري، کوم لوی کتابتونونه، چې په اسلامي امپراطوریو کې شتون درلود هیڅ څوک یې مثال نه شي وړاندې کولی.»

صمیم زیاته کړه؛ اسلام علمي دین ده او که تاریخ ته ځیر شو نو موږ ته به جوته شي، چې زموږ علما او اسلاف له مطالعې او کتاب سره تر هر چا زیات ملګرتیا کړې ده، که یوځل بیا له مطالعې او کتاب سره د تېرو مسلمانانو او علماوو علاقه راژوندی شي، نو لرې نده، چې د نړۍ ځواک بېرته د مسلمانانو ته په لاس ورشي.

همدارنګه دیني عالم، مفتي وحیدالله وهاج د ځوانانو د پرمختګ لپاره کتابتونونو فعالیت او مطالعه ګټوره وبلله او په ځوانانو یې غږ وکړ چې له شته فرصتونو ګټه واخلي او په ټولنه کې د مطالعې پراختیا ته کار وکړي.

لوګر کې په داسې حال کې د کتابتونو او مطالعې ارزښت په تړاو علمي سیمینار جوړ شوی چې ددغه ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤولین وایي سږ کال یې د مطالعې پراختیا لپاره د ځوانانو ترمنځ ګڼ شمیر علمي سیالۍ جوړې کړې دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button