افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د پنځه ولایتونو په کچه د ورزشکارانو ترمنځ د کاراتې سیالي وشوې

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وايي چې دغه سیالي د لوګر په کوربتوب د کابل، هرات، فراه او کاپیسا ولایتونو د ۵۲ غوره لوبغاړو ترمنځ شوې وې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زی وایي، دغه سیالې چې دوه ورځې یې دوام وکړ، د افغانستان کیوکوشین کراټې رییس په ګډون د المپیک ملي ادارې یوشمېر مسوولانو او د لوګر ولایت ورزشکارانو ګډون کړی وو.

نوموړي زیاته کړه، په یادو سیالیو کې نونهالانو، نوي ځوانانو او لویانو ګډون کړی او د سیالیو د ترسره کولو موخه په لوګر کې د سوکیوکوشین کاراټې د ورزشي سبک پراختیا، د ورزشکارانو د تخنیکي وړتیاوو پیاوړتیا او د دوی د قانوني پوهې لوړول یاد کړل.

 

نعیم‌زي زیاته کړه، د یادو سیالیو غوره لوبغاړو ته ځانګړې ډالۍ او ستاینلیکونه هم ووېشل شول.

بل‌خوا د جوړو شویو سیالیو ورزشکاران هم خوښ دي چې په لوګر کې د پنځه ولایتونو په کچه د لومړي ځل لپاره د کیوکوشین کاراټې سیالۍ جوړې شوې، خو ټینګار کوي چې د المپیک ملي اداره دې د لوګر ولایت ورزشکارانو ته د ورزش کولو اسانتیاوې ډېرې کړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button