
لوګر کې د خوښۍ ولسوالۍ سېلابځپلو کورنیو لپاره د استوګنځای نمرې وېشل کېږي
د لوګر ولایت سیمه ییز مسؤولین وایي چې د اسلامي امارت مشرتابه تازه حکم له مخې به د خوښۍ ولسوالۍ د وروستیو سېلابونو له امله په زیانمنو شویو کورنیو د استوګنې نمرې ووېشل شي.
د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي مهال راډيو ته وویل، چې سېلابونو په خوښي ولسوالۍ کې لسګونه کورنۍ زیانمنې کړې دي او د هغوی د بیړني وضعیت د مدیریت لپاره ځانګړې نمرې د سرپناه په توګه په پام کې نیول شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې د نمرې وېش نه یوازې د متضررو کورنیو د اوسېدو اړتیا پوره کوي، بلکې د راتلونکو احتمالي طبیعي پېښو د خطر د کمولو لپاره هم مهم ګام بلل کېږي.
صدیقي وایي، د متضررو کورنیو د کره شمېر او مستحقینو د تثبیت لپاره سروی او ارزونه د اړوندو ادارو په همغږۍ روانه ده.
د ده په وینا، یاد سروی د زیانونو کچه، د کورنیو اقتصادي وضعیت او د استوګنې اړتیاوې په دقت ارزوي چې د نمرې وېش پروسه په روڼتیا او عدالت سره ترسره شي.
د والي ویاند په وینا، له دې سروې وروسته به د نمرې وېش عملي پړاو پیل شي او هڅه به وشي چې ټول مستحقین په لومړیتوب سره د استوګنې د نمرې له اسانتیا څخه برخمن شي.
چارواکي وايي چې د سېلابځپلو کورنیو د ملاتړ لپاره د نورو مرستو د برابرولو هڅې هم روانې دي.
د خوښۍ ولسوالۍ اوسیدونکو هم د اسلامي امارت د مشترتابه د ځانګړي حکم هرکلی او ملاتړ کوي، خو ټینګار کوي چې د هستوګنې دغه نمرې دې په شفافه توګه په مستحیقو کورنیو ووېشل شي.
هېره دې نه وي چې له نن څخه دوه کاله وړاندې د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د سخت اوروښته وروسته سېلابونه راوتلي وو چې د سر زیان سربېره یې سلګونه د هستوګنې کورونه نړولي وو.



