
لوګر ښاروالۍ د ۱۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پراختیايي پروژې پلي کوي
د لوګر ښاروالۍ مسؤلین وایي، چې د روان ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ښاروالۍ له عوایدو څخه د ۱۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د بېلابېلو پراختیايي او بنسټیزو پروژو لپاره بودجه ځانګړې شوې ده.
د پلعلم ښاروال مولوي محمد شاکر ثاقب پل علم کې خبریالانو ته وویل، په دغو پروژو کې د ښار دننه د یو کیلومتر سړک اساسي بیارغونه، د تفریحي پارک جوړول، سنګفرش، د ویالو رغول، د ښار تنویر، د یوه لوی پُل جوړول او یو شمېر نورې عامه ګټورې پروژې شاملې دي.
د نوموړي په وینا، د یادو پروژو د ځینو برخو عملي چارې پیل شوې او پاتې نورې به هم په نږدې راتلونکې کې پلي شي.
ښاروال زیاته کړه، د ښاري پراختیا، د خدماتو د ښه والي او د عوایدو د زیاتوالي په موخه د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه سوداګریز مارکیټ جوړول هم د دغو پروژو له مهمو برخو څخه دي.
مسؤلین وایي، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د پلعلم ښار د ښاري خدماتو کچه لوړه، بنسټیزې آسانتیاوې زیاتې او د اوسېدونکو لپاره به مناسب ښاري چاپېریال رامنځته شي.



