افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د یوې لېسې ودانۍ د خلکو په لګښت بیارغول شوې

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت  محمداغې ولسوالي د زاهداباد کلي اوسېدونکو د خپلو شخصي لګښتونو پرمټ د محمدجان‌خان د هلکانو لېسې ودانۍ بیارغولې او د احاطې دیوال یې هم لوړ کړی دی.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب مهال راډیو ته وویل، د ودانۍ د بیارغونې او احاطې د دیوال د لوړولو ټول لګښت شاوخوا ۵۰۰زره افغانۍ شوی چې د سیمې خلکو له لوري برابر شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، د یادی لېسې پخوانۍ ودانۍ د وخت په تېرېدو زیانمنه شوې وه؛ خو اوس په اساسي ډول په پخواني جوړښت سره رغول شوې، د چارچاپېره احاطې دیوال لوړ شوی او د انګړ ساحه په ځمکه جغل پوښل شوې ده.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، یاده لېسه په ۱۳۰۶ لمریز کال کې تاسیس شوې او دامهال شاوخوا ۱۶۰۰ زده‌کوونکي په کې پر زده‌کړو بوخت دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button