
لوګر کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات ګټې اخېستنې ته وسپارل شو
د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې ددغه ولایت مرکز پلعلم ښار اړوند د کلنگار سیمه کې یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لوګر دوالي ویاند صدیق احمد صدیقي مهال راډيو ته وویل، دغه جومات په دوو پوړونو کې جوړ شوی او د ضروري اسانتیاوو لکه وضوخانه، د ښوونځي لپاره تعلیمي خونې او منظم فضا برخې لري.
هغه وویل، دا جومات د ولسي وګړو په مرسته د شاوخوا لس میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی چې د زر لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
بلخوا د یاد جومات پرانېست غونډې ته د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور «دینپرور» وویل،“ جوماتونه یوازې د عبادت ځای نه دي، بلکې د روزنې، یووالي او د اسلامي امت د بیدارۍ مرکزونه دي.
هغه وویل، د دې جومات جوړول د خلکو د مسؤلیتپذیرۍ او د دیندوستۍ ښکارندویي کوي او مونږ دداسې ولس کلک ملاتړي یو.
همدارنګه، علماو او د سیمې مشرانو د جوماتونو جوړول د غوره خیري اعمالو څخه وبلل او له ټولو کسانو چې په دې دیني ودانۍ کې برخه اخیستې وه مننه او ستاینه یې وکړه.



