افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې ۳۳ روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي

د لوګر امنیې قومنداني مسوولان وايي چې له دغه ولایت څځه ۳۳روږدي کسان راټول او وروسته پلازمېنې کابل ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د امنیې قومنداني ویاند، مولوي احمدالله انس، مهال راډیو ته وویل چې دغه روږدي کسان د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت له هڅو سره د مرکز پل‌علم، برکي‌برک او څرخ ولسوالیو څخه راټول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې یاد کسان د درملنې لپاره په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې کمپ ته استول شوي دي.

انس وایي، راټول شویو روږدو کسانو ته نه یوازې روغتیایي درملنه برابره شوې، بلکې د سالم ژوند، ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا زده‌کړې او د کاري فرصتونو زمینه هم ورته مساعده شوې ده.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button