افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د څارویو یو مسلخ ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د ښاروالۍ په هڅو د څارویو د حلالې لپاره یو معیاري مسلخ جوړ او رسماً ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو.

د لوګرولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي مهال راډیو ته وویل، دغه مسلخ د ۵۰۰ متره مربع ځمکې پر سر د اجمل په نوم د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري جوړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د یادې پروژې ټول لګښت شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ دی، په یو وخت کې د ۶۰ راسه څارویو د ساتلو ظرفیت لري، او د پل قندهاري، زاهدآباد او واغجان بازارونو شاوخوا ۲۵ تنه قصابان به ترې استفاده کوي.

د مسوولینو په وینا، د دې مسلخ د جوړېدو موخه د ناروغو حیواناتو له غیرمعیاري حلالېدو مخنیوی، د عامې روغتیا ساتنه، او د ټولنې له بېلابېلو ناروغیو څخه وقایه ده.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button