افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د پوهنې ۱۲ ودانۍ تر بیارغونې وروسته ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د دغه ریاست اړوند د ۱۲ اداري او تدریسي ودانیو د اساسي بیارغونې چارې بشپړې شوې او د استفادې لپاره چمتو شوې دي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب مهال راډيو ته وویل، یادې ودانۍ د څه باندې شپږ نیم میلیونه افغانیو په لګښت، د پوهنې وزارت د منظور شوې بودجې له مخې، د بهیرعمر ودانیز شرکت له‌خوا د تېرو درېیو میاشتو په موده کې په اساسي ډول او د پخوانۍ بڼې له مخې ورغول شوې.
نوموړي زیاته کړه، په دغو بیارغول شویو ودانیو کې د پوهنې ریاست یوه اداري ودانۍ، دوه دیني مدرسې او ۹ ښوونځي شامل دي، چې د بیارغونې له بشپړېدو سره نږدې ۱۰ زره زده‌کوونکو او طالب‌العلمانو ته د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر شوی او د ودانیو د تخنیکي خرابوالي اړوند پخوانۍ ستونزې هم حل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې هم‌مهاله د پوهنې وزارت له‌خوا د یوې مرستندویې موسسې په مالي ملاتړ، د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت، د لوګر ولایت د ۴۹ نورو ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې هم روانې دي، چې تر بشپړېدو وروسته به د ښوونیزو اسانتیاوو د پراختیا په برخه کې مهم بدلون رامنځته کړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button