افغانستان خبرونهسپورټلوګر

لوګر کې د ۶۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

د لوګر ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت مسؤولین وایي، د دغه ولایت په بره‌کي برک ولسوالۍ کې د ولایت په کچه د ۶۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.

د یاد آمریت امر انجنیر مزمل نعیم‌زي مهال راډیو ته وویل، دغه سیالۍ د المپیک ادارې په همغږۍ د بره‌کي برک ولسوالۍ کې د دوو ورځو په ترڅ کې ترسره شوې.

د نوموړي په وینا، د دغو سیالیو د جوړېدو موخه په ولایت کې د پهلوانۍ ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د غوره لوبغاړو پېژندنه وه.

نعیم‌زي زیاته کړه، د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته ډالۍ او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button