
لوګر مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې ۴ جي انټرنېټې خدمات پيل شول
د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسؤولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم په ګډون په درېیو ولسوالیو کې زرګونه اوسېدونکي د 4Gانټرنېټي او مخابراتي خدمتونو څخه برخمن شول.
د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي مطیعالله «عابد» مهال راډيو ته وویل، چې د اتصالات مخابراتي شرکت درې سایټونه او د روشن مخابراتي شرکت پورې اړوند یو سایټ له 3G څخه 4G انټرنېټي خدمتونو ته لوړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د یاد اقدام له امله د یادو سیمو اوسېدونکو ته د چټک او باکیفیته انټرنېټي خدمتونو زمینه برابره شوې ده.
عابد په وینا، د مخابراتي خدمتونو پراختیا د خلکو د اړیکو، زدهکړو، سوداګرۍ او ورځنیو چارو په اسانتیا کې مهم رول لري او هڅه روانه ده چې دغه خدمات نورو لرې پرتو سیمو ته هم وغځول شي.
د یادونې وړ ده، چې په تېر یوه کال کې د لوګر ولایت د مرکز تر څنګ په یو شمېر ولسوالیو کې نوي مخابراتي سایټونه هم فعال شوي، چې له امله یې زرګونه اوسېدونکي منظم مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی موندلی دی.



