افغانستان خبرونهلوګر

لوګر مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې ۴ جي انټرنېټې خدمات پيل شول

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسؤولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم په ګډون په درېیو ولسوالیو کې زرګونه اوسېدونکي د 4Gانټرنېټي او مخابراتي خدمتونو څخه برخمن شول.

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي مطیع‌الله «عابد» مهال راډيو ته وویل، چې د اتصالات مخابراتي شرکت درې سایټونه او د روشن مخابراتي شرکت پورې اړوند یو سایټ له 3G څخه 4G انټرنېټي خدمتونو ته لوړ شوي دي.

 نوموړي زیاته کړه، چې د یاد اقدام له امله د یادو سیمو اوسېدونکو ته د چټک او باکیفیته انټرنېټي خدمتونو زمینه برابره شوې ده.

عابد په وینا، د مخابراتي خدمتونو پراختیا د خلکو د اړیکو، زده‌کړو، سوداګرۍ او ورځنیو چارو په اسانتیا کې مهم رول لري او هڅه روانه ده چې دغه خدمات نورو لرې پرتو سیمو ته هم وغځول شي.

د یادونې وړ ده، چې په تېر یوه کال کې د لوګر ولایت د مرکز تر څنګ په یو شمېر ولسوالیو کې نوي مخابراتي سایټونه هم فعال شوي، چې له امله یې زرګونه اوسېدونکي منظم مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی موندلی دی.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button